ru24.pro
World News in Pashto
Август
2023

د خبریالانو د نیولو لړۍ؛ طالبانو یې له پرون راهیسې ۴ تنه نیولي

0
د خبریالانو د دفاع بنسټونو ویلي، چې له پرون راهیسې د طالبانو له خوا لږ تر لږه ۴ خبریالان نیول شوي دي.


د افغانستان د خپلواکو خبریالانو اتحادیه وايي، په پرله پسې ډول د خبریالانو د نیولو په تړاو ژوره اندېښنه لري.


د دغې اتحادیې نن په یوه اعلامیه کې په پکتیا کې د اریانا تلویزون د مقطع­يي خبریال حبیب الله سراب او په ننګرهار کې د کلید راډیو د مسوول فقیر محمد فقیرزي او خبریال جان اغا صالح نیول کېدل د اندېښنې وړ موضوع بللې ده.


دا درې واړه پرون نیول شوي دي.


طالبانو د دوی د نیولو په اړه وضاحت نه دی ورکړی.


د افغانستان د خپلواکو خبریالانو اتحادیې له مسوولو چارواکو غوښتنه کړې چې د ژورنالستانو او رسنیو اړوند قضیې د «رسنیزو سرغړونو د شکایاتو څېړنې کمیسیون» له لارې تعقیب او وڅېړي.


د افغانستان د خبریالانو مرکز نن جمعه په یوه اعلامیه کې ویلي په کندوز ولایت کې د سلام وطندار خبریال حسیب حساس هم نن سهار د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی دی.


تر دې مخکې تېره یکشنبه په غزني کې د باختر دولتي اژانس یو خبریال سید وحدت الله ابدالي هم د طالبانو له خوا نیول شوی و.


د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي ابدالي په داسې تور چې د هغه په خبریالۍ پورې اړوند نه دی نیول شوی او ورڅخه پلټنې روانې دي.