ru24.pro
World News in Pashto
Август
2023

تازه: د طالبانو استخباراتو ننګرهار او پکتیا کې ۳ خبریالان نیولي

0
سرچینې وايي د طالبانو وسله وال په ننګرهار کې د کلید راډیو دفتر ته ننوتلي او د دې دفتر مشر فقیر محمد فقیرزی او خبریال جان اغا صالح یې نیولي دي.


دغو باخبره سرچینو د امنیتي ملحوظاتو له کبله د نوم نه ښوولو په شرط نن ازادي راډیو ته وویل، دغه کسان د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوي دي.


بلخوا بلې سرچینې ویلي، چې په پکتیا کې پرون ماسپښین د اریانا نیوز ټلویزیوني شبکې خبریال حبیب سراب هم د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی دی.


تر دې مخکې تېره یکشنبه په غزني کې د باختر دولتي اژانس یو خبریال سید وحدت اله ابدالي هم د طالبانو له خوا نیول شوی و.


د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي ابدالي په داسې تور چې د هغه په خبریالۍ پورې اړوند نه دی نیول شوی او ورڅخه پلټنې روانې دي.