ru24.pro
World News in Pashto
Август
2023

فوټسال؛ د افغانستان ملي لوبډله له تایلینډ سره نیمه پایلوبه کوي

0
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د لویو وچو جام په سیالیو کې نیمه پایلوبې ته رسېدلې او په دې پړاو کې به له کوربه تایلینډ سره سیالي وکړي.

یاده سیالۍ به سبا د جمعې په ورځ د کابل پر وخت ماسپښین ۳:۳۰ بجې وي.

د یادو سیالیو په ګروپي پړاو کې افغان لوبډلې خپلې دواړه سیالۍ له موزمبیق او چک جمهوریت سره مساوي ترسره کړې.


باید وویل شي چې تایلینډ د اسیا په کچه د فوټسال سیالیو په درجه بندۍ کې څلورم او افغانستان بیا ۱۲م مقام لري.