ru24.pro
World News in Pashto
Август
2023

طالبانو د ازبکستان چارواکو سره د درملو په وارداتو خبرې کړي

0
د طالبانو د حکومت د خوړو او درملو ملي ادارې د ازبکستان له همدې ادارې سره افغانستان ته د درملو په وارداتو خبرې کړي دي.


د خوړو او درملو ملي ادارې مشر عبدالباري عمر له خپل ازبکستاني سیال اولوغ بک اګوموف سره په انلاین غونډه کې افغانستان ته په نړیوال سټندرډ د درملو د واردولو بحث کړی دی.


دا هڅې داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې دننه د درملو د ټیټ کیفیت په اړه شکایتونه ډېر دي.


د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ټاکل شوې نږدې راتلونکې کې د ازبکستان د خوړو او درملو ادارې یو تخنیکي پلاوی کابل ته سفر وکړي.


د سیمې او ګاونډ هېوادونه که څه هم د طالبانو حکومت په رسیمت نه پېژني، خو له هغوی سره د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا هڅه کوي.