ru24.pro
World News in Pashto
Август
2023

په پاکستان کې وسله‌والو د واکسیناتورانو یو پولیس ساتونکی وژلی

0
د پاکستان پولیسو تایید کړه چې په بنو کې وسله‌والو د پولیو په واکسیناتورانو په برید سره د هغوی یو پولیس ساتونکی وژلی دی.


د بنو پولیسو یو چارواکي محمد زمان خان د ازادې اروپا مشال راډیو ته وویل چې دا برید پرون د بنو پر میریان سړک شوی دی.


د هغه په خبره په برید کې د کامران په نوم یو پولیس ساتونکی لومړی ټپي او بیا وروسته ساه ورکړې ده.


برید کونکي له سیمې تښتېدلي.


د خیبر پښتونخوا په مختلفو سیمو کې د پولیو ناروغۍ پر ضد ماشومانو ته د ساسکو ورکولو مهم کمپاین دوام لري.


پاکستان کې په ځانګړي ډول خیبر پښتونخوا کې د پولیو پر ټیمونو وخت په وخت وسله‌وال بریدونه کېږي.