ru24.pro
World News in Pashto
Август
2023

'ډبلیو ایف پي' د اړو افغانانو د لاسنیوي لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري

0
د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' وایي، راتلونکو شپږو میاشتو کې افغانستان کې د اړو کسانو د لاسنیوي لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.


د دغې ادارې ویاند وحیدالله اماني تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، که دغه مرسته ور ونه رسېږي، اړ کېږي چې میلیونونه نورو افغانانو سره هم د خیر ښېګڼې چارې و دروي.


هغه زیاته کړه: "مونږ د حیاتي او ژوند ژغورونکو مرستو د دوام لپاره په راتلونکو شپږو میاشتو کې یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو. دغو مرستو کې د ژمي پر مهال د اړمنو کسانو لاسنیوی هم شامل دی."


د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې دا مهال له ۲۹ اعشاریه دوه میلیونو څخه زیات افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.