ru24.pro
World News in Pashto
Август
2023

د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی د ترکیې پر لور وخوځېد

0
د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال په مشرۍ یو پلاوی نن د ترکیې پر لور وخوځېد.


د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د مرستیال دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ دا پلاوی به د خپل رسمي سفر په ترڅ کې پر ترکي چارواکو سربېره په ترکیه کې له مېشتو افغان پانګه‌والو سره وګوري او په افغانستان کې د پانګونو د پراختیا په اړه په یو مهم کنفرانس کې به هم ګډون وکړي.


په بیان کې دا یادونه نه ده شوې چې برادر به له کومو ترکي چارواکو سره وګوري.


د طالبانو حکومت تراوسه د ترکیې په ګډون د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.