ru24.pro
World News in Pashto
Август
2023

په ننګرهار کې یوه کور ته د بم غورځولو له کبله دوه ماشومان وژل شوي

0
نامعلومو وسله‌والو په ننګرهار ولایت کې یوه کور ته لاسي بم غورځولی چې په نتیجه کې دوه ماشومان وژل شوي دي.


د جرمني خبري آژانس نن د ننګرهار ولایت د پولیسو په حواله خبر ورکړی چې پېښه په سرخرود ولسوالۍ کې شوې.


د خبر له مخې په دې پېښه کې د یوې کورنۍ درې غړي هم په دې پېښه کې ټپيان شوي دي.


په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي او دا هم معلومه نه ده چې برید چا کړی، خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو په راوروسته موده کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې لاهم د تشدد خال خال پېښې کېږي.