ru24.pro
World News in Pashto
Август
2023

امریکا اوکراین ته د ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د وسلو مرسته اعلانوي

0
امریکايي چارواکي وايي، تمه ده چې حکومت به اوکراین ته د ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د وسلو مرسته نن اعلان کړي. 


دوو امریکايي چارواکو پرون رویټرز خبري آژانس ته وویل چې د ولسمشر جوبایډن ادارې په څو برخو د هغو ۶،۲ میلیارد ډالرو وېش پیل کړی چې له اوکراین سره د امریکا په مرستو کې د پنټاګون د محاسباتي تېروتنې له اصلاح وروسته وموندل شوې.


په مې میاشت کې پنټاګون اعلان وکړ چې په تېروتنه کې یې له ټاکلې اعلان شوې اندازې زیاتې وسلې کییف ته لېږدولي دي.