ru24.pro
World News in Pashto
Август
2023

ملګري ملتونه: د افغانستان لپاره د غوښتل شوې بسپنې ۲۵ سلنه را سپارل شوې ده

0
ملګرو ملتونو ویلي، چې د افغانستان لپاره د غوښتل شوې بسپنې یوازې ۲۵ فیصده برخه ورسپارل شوې ده.


د افغانستان کورنیو رسنیو نن شنبه راپور ورکړی، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق ویلي، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د اطلاعاتو له مخې تر اوسه د ۳ اعشاریه ۲ ملیارد ډالرو په ارزښت د غوښتل شوې بسپنې یوازې ۲۵ فیصده برخه ورکړل شوې ده.


دغه بسپنه په افغانستان کې روان میلادي کال د ملیونونو کسانو د لاسنیوي لپاره غوښتل شوې وه.


ملګرو ملتونو د جون میاشتې پر پنځمه ویلي وو، په افغانستان کې د روان ۲۰۲۳م کال لپاره یې خپله غوښتل شوې بسپنه ۳ اعشاریه ۲ ملیارد ډالرو ته راکمه کړې ده، حال دا چې د کال په پیل کې یې د افغانستان لپار د ۴ اعشاریه ۶ ملیارد ډالرو بسپنې غوښتنه کړې وه.


ملګرو ملتونه وايي په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر ۲۹ ملیونه او ۲۰۰زره کسانو ته زیات شوی دی.