ru24.pro
World News in Pashto
Август
2023

په باجوړ کې د ځانوژونکي برید له کبله د وژل شویو کسانو شمېر۵۴ ته رسېدلی

0
د پاکستان پولیس وایي، په باجوړ کې د یکشنبې د ورځې په ځانوژونکي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر۵۴ ته رسېدلی دی.


د خیبرپښتونخوا ایالت له تروریزم سره د مبارزې د پولیسو جګپوړي چارواکي شوکت عباس وویل چې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علما اسلام ګوند پر یوې غونډې د شوي برید د قربانیانو شمېر ښایي زیات شي.


په دې پېښه کې شاوخوا دوه سوه کسان ټپیان شوي چې د یو شمېر ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی.


د دغه برید مسوولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې اخیستی.