ru24.pro
World News in Pashto
Август
2023

اوکرایني چارواکي: د روسیې بې‌پیلوټه الوتکو په خارکییف بریدونه کړي

0
د اوکراین د خارکییف ښار چارواکي پر دې ښار د روسیې د لږترلږه درېیو ډرونونو یا بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو خبر ورکوي او وایي، پر یوه کالج د یوه ډرون د لګېدو په نتیجه کې لږترلږه یو کس ټپي شوی دی.


د خارکییف ښاروال ایهور تیريخوف وویل، ټول ډرونونه د ښار په څنډو کې لګېدلي دي.


هغه ویلي چې یو ډرون د یوه کالج د لیلیې پر دوه پوړیزې ودانۍ لګېدلی چې له امله یې په ودانۍ کې اوربل شوی او د بېړنیو خدمتونو ادارې ډلې یې د وژلو هڅې کوي.


د پولیسو سیمه ییز چارواکي په دې پېښه کې د یوه کس د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.


پر خارکییف چې روسیې پولې ته نږدې پروت دی، د روسیې له خوا پرې پرله‌پسې بریدونه کېږي.