ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2023

څارنوالانو پر ډونالډ ټرمپ نوي تورونه لګولي

0
 


د امریکا پر مخکیني ولسمشر ډونالډټرمپ نوي تورونه لګیدلي او داځل تورن شوی چې محرم اسناد په غیرقانوني ډول یې ساتلي دي.


څارنوالان تور لګوي، چې ښاغلي ټرمپ د فدال څارنوالانو د تحقیقاتو پر وړاندې د خنډونو د جوړولو لپاره له یوه کارکوونکي غوښتي و، چې په فلوریډا کې د ده په ملکیت کې د امنیتي کمرې تصویرونه ډیلیټ کړي.


په نوې دعوه کې ټرمپ تورن شوی چې د ملي دفاع اړوند معلومات یې په خپل سر ترلاسه او محدود کړي.


له دې سره پر هغه جنایي دوسیه نور موارد هم ورزیاتېږي چې په تېره جون میاشت کې د ټرمپ او د هغه د یوه همکار پرضد پرانېستل شوه. 


د نویو تورونو په اړه د ښاغلي ټرمپ نظر تراوسه نه دی معلوم.