ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2023

طالبانو په ودونو کې د موسیقۍ پر غږولو بندیز ولګاوه

0
د طالبانو حکومت په کابل کې د ودونو د تالارونو خاوندانو ته امر کړی چې د ودونو او نورو جشنونو پر مهال موسیقۍ غږولو ته اجازه ورنه‌کړي.


امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ په یوه ټویټ کې لیکلي: "د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د حکم له مخې د کابل د ودونو د تالارونو له خاوندانو غوښتل کېږي چې د موسیقۍ غږول بند کړي او له هغو کړنو څخه چې د اسلامي احکامو سره په ټکر کې وي، ډډه وکړي."


په ټویټ کې راغلي چې د دغه وزارت چارواکو د تالارونو له خاوندانو سره په کتنه کې له هغوی وغوښتل چې دغه موضوع جدي ونیسي.


پخوا دغه وزارت په لفظي ډول د ودونو په تالارونو کې د هنرمندانو او سندرغاړو له راوستلو څخه د ډډه کولو ویلي وو او د نارینه‌وو په تالارونو کې د موسیقۍ غږول هم منع وو، خو اوس په تالارونو کې ښځینه برخه هم حق نه‌لري چې موسيقي وغږوي.


په کابل کې د ودونو د يوه تالار مسوول محمد فهيم ايوبي وويل، تېره اوونۍ د طالبانو د حکومت له‌خوا د ودونو د تالارونو د اتحاديې له لوري په جوړه شوې غونډه کې پر دې موضوع خبرې وشوې.


هغه وايي، د واده مراسم بايد د دود او دستور له مخې په موسيقۍ او خوښۍ سره ترسره شي او د خلکو د خوښۍ مخه بايد ونه نيول شي.


نوموړی وايي: "د ودونو محفلونه په خوښۍ او ښکلو دودونو ښکلي دي، چې باید ترسره شي، دا له موسیقۍ پرته امکان نه‌لري. پخوا به د نارینه‌وو په برخه کې ژوندۍ موسیقي وه، خلک په شوق راتلل، له هغه وخته چې د موسیقۍ پر غږولو بندیز اعلان شوی، موږ نه‌شو کولی چې سم فعالیت وکړو، مېلمانه ډېر کم شوي دي."


هغه وايي، له هغه راهيسې چې د ودونو پر تالارونو محدودیت لګول شوى، د دوى عايد کم شوى او د موسيقۍ د پروګرامونو د نشتوالي له امله کم خلک په ودونو کې ګډون کوي.




په همدې حال کې د کابل یو اوسېدونکی وايي، چې ودونه او د خوښۍ مرسم باید له ساز او موسیقۍ سره تر سره شي.


دا بندیزونه یوازې په کابل کې نه‌دي لګول شوي، تېره اوونۍ په هرات ولایت کې هم د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت امر وکړ چې د ودونو په تالارونو کې دې د ښځو په برخه کې هم موسیقۍ نه غږول کېږي.


که څه هم، پخوا په دې ولايت کې هم د نارينه‌وو په برخه کې موسيقي نه غږول کېدله.


په همدې حال کې د سیمه‌ییزو رسنیو د راپورونو له مخې، طالبانو حتی په کور دننه ودونو کې د موسیقۍ د غږولو مخه نیولې او په ځینو مواردو کې یې د موسیقۍ وسایل هم مات کړي دي.


د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ویاند عاکف مهاجر نظر هم واخلي، خو هغه د راپور تر خپرېدو پورې پوښتنو ته ځواب ونه وايه.


خو طالبانو څو ځلې موسیقي حرامه بللې ده.


په لومړي سر کې دوی په رسنیو کې د موسیقۍ غږول او بیا په رستورانونو، مسافر وړونکو موټرو او شخصي موټرو کې د موسیقۍ غږول منع کړل.


د طالبانو د حکومت په لومړۍ دوره واکمنۍ کې پر موسیقۍ په بشپړ ډول بندیز ولګېد او په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ډېری هنرمندان او سندرغاړي له بندیزونو سره مخ شول او ډېری یې له افغانستانه ووتل او یا یې نورو کارونو ته مخه کړه.