جرمني د کډوالو نوې احصاییه خپره کړه
د جرمني د احصاییې فدرالي ادارې ویلي چې له هرو ۴ کسانو چې په جرمني کې اوسي، یو یې د کډوالۍ تاریخ لري، یا په بل ځای کې زېږېدلی یا د هغو اولادونه دي چې له مخکې جرمني ته راغلي دي.
دغې ادارې پرون پنجشنبې په یوه راپور کې وویل چې د دغو کسانو شمېر۲۰ میلیونه او دوه سوه زره کسانو ته رسېږي چې دا د جرمني د ټول نفوس ۲۴،۳ سلنه جوړوي.
د جرمني د احصاییې ادارې هغه کسان چې د کډوالۍ تاریخ لري داسې تعریف کړي چې دوی یا له ۱۹۵۰ کال وروسته جرمني ته کډه شوي یا یې د خپلو میندو او پلرونو دویم نسل دي.
د راپور له مخې په جرمني کې د مهاجرت شالید لرونکو کسانو شمېر د تېر کال په پرتله ۶،۵ سلنه یعنې یو میلیون او دوه سوه زره تنه زیات شوی دی.