ru24.pro
World News in Pashto
Апрель
2023

د کندهار یو شمېر اوسېدونکې د جنايي پېښو له زیاتوالي شکایت کوي

0
د کندهار اوسېدونکې په دغه ولایت کې د غلا او نورو جنايي پېښو له زیاتوالي شکایت کوي.


خلک وايي، غله د طالبانو په لباس کې، د موټرو او موټرسایکلونو د غلا کولو ترڅنګ له خلکو ټلیفونونه پورته کوي او دغه راز له ښځو د تالاشي په نوم پیسې او نور قیمتي توکي اخلي.


بلخوا په کندهار کې د طالبانو د حکومت چارواکې وايي، په تېر یوه کال کې یې د غلا او نورو جنايي پېښو په تړاو ۱۹۰۴ کسان نیولي او زنداني کړي دي.


نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ: