ru24.pro
World News in Pashto
Апрель
2023

د روغتيا سازمان: افغانستان کې هره ورځ شاوخوا ۱۶۷ نوي زېږېدلي ماشومان مري

0
د افغانستان لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان څانګه وایي، په افغانستان کې د ورځې شاوخوا ۱۶۷ نوي زېږېدلي ماشومان د هغو ناروغیو له امله چې درملنه یې ممکنه ده، مري.


ډبلیو‌اچ‌او نن په یوه ټویټ کې ویلي، موږ باید د ژوند ژغورلو او د مور او ماشوم د ښې روغتیا لپاره ګړندی اقدام وکړو.


ډبلیو‌اچ‌او د افغانستان د بشري مرستو له وجهي صندق څخه په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د روغتیایي خدمتونو د ملاتړ په خاطر مننه کړې ده.


د روغتیا نړیوال سازمان تر دې مخکې پرون په یوه ټویټ کې په افغانستان کې د خوړو د جدي نه خوندیتوب اغېزې ویجاړونکې بللې.


ياد سازمان ويلي، په دې هېواد کې شل ميلیونه کسان د خوارځواکۍ، ساري او نورو روغتیایي ستونزو له خطر سره مخامخ دي.