ru24.pro
World News in Pashto
Апрель
2023

آی پي ایل؛ نوراحمد ته په لومړي ځل د لوبېدو موقع ورکړل شوه

0
د هندوستان غوره لیګ يا آي پي ایل په۲۳مه سیالۍ کې راجستان خپلې سيالې ګجرات لوبډلې ته د ۳ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.


دغه سیالي چې د یکشنبې ماښام ناوخته ترسره شوه، ګجرات د ۷ وېکټو په تاوان د ۱۷۸ منډو هدف ټاکلی و.


د ګجرات په توپوهونکو کې ډېوېډ میلر او شبمن ګیل په ترتیب سره ۴۶ او ۴۵ منډې وکړې.


راجستان لوبډلې ته په توپ اچونه کې سندیپ شرما ۲ لوبغاړي وسوځول.


که څه هم په دې سیالۍ کې تر وروستۍ شېبې د لوبې اړخ نه معلومېده، خو د شیمرن هېټمایر او سانجوسامسون نیمه سلیزو راجستان ته یوه بله بریا ورکړه او د نومرو په جدول کې یې لومړی مقام خپل کړ.


په دې سیالۍ کې افغان لوبغاړي نوراحمد ته په لومړي ځل د لوبېدو موقع ورکړل شوه.


هغه په خپل لومړي اور کې د سامسون وېکټ وسوځوله او بیا یې په ۲.۲ اورونو کې ۲۹ منډې ورکړې.


دغه راز راشدخان هم په دې سیالۍ کې دوه وېکټې وسوځولې.


هغه په ۴ اورونو کې ۴۶ منډې ورکړې.


خان اوسمهال د زیاتو وېکټ اخيستونکو په ډله کې له مارک ووډ او چهیل سره برابر دی چې ټولو ۱۱-۱۱ وېکټې اخيستې دي.


ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ رویال چلینجرز بنګلور له چینای سوپرکینګز سره سیالي وکړي.