ru24.pro
World News in Pashto
Апрель
2023

په بدخشان کې یوه ۲۵ کلن ځوان ځان زیندۍ کړی

0
په بدخشان کې یوه ۲۵ کلن ځوان د هغه څه له کبله چې کورنۍ ستونزې بلل شوي، ځان زیندۍ کړی دی.


د فیض اباد د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر شفق اله همدرد ویلي، کله چې دغه ځوان روغتون ته ولېږدول شو، ساه یې ورکړې وه.


د هغه په وینا، دغه ځوان د تېرې شپې په نیمايي کې ځان زیندۍ کړی دی.


د بدخشان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریس معزالدین احمدي ویلي، د دې ځانوژنې انګېزه کورنۍ ستونزې وې.


د هغه په وینا، دغه ځوان چې د پرزو دکان درلود، یوه اوونۍ مخکې له خپلې مېرمنې جلا شوی و.