ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2023

افغانستان کې بد اقتصادي وضعيت؛ خلک: د پورونو د بېرته ور کولو توان نه‌لرو

0
د خوراکي توکو د بيو د لوړوالي ترڅنګ د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ زياتوالي خلک اړ کړي چې، پور وکړي او خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.


د ٢٥ کلن فيروز، پلار چې لس کاله مخکې مړ شوی نوموړی اوس د کابل ښار د باغ بالا په سیمه کې له خپلې مور سره په يوه کرايي کور کې ژوند کوي.


فيروز وايي، وزګاره دی، اقتصادي ستونزې لري، ان د لومړنيو خوراکي توکو د اخيستو توانهم نه‌لري او اړ دى، چې په پور یې واخلي.


نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "ما پخوا د سیخ ګول په یوه خصوصي شرکت کې کار کاوه، د جمهوري نظام له سقوط وروسته مې دنده له لاسه ورکړه، اوس د اقتصادي ستونزو له امله ډېر اندېښمن یم، ان د ځینو خوراکي توکو لکه اوړو، غوړيو او وریجو د اخیستلو لپاره پور اخلم او د پورونو بېرته ورکول هم ستونزمن کار دی."




٢٧ کلن جلال، د پلازمېنې کابل بل اوسېدونکی دی، چې په پروان ۳ سيمه کې اوسيږي.


جلال وايي، اقتصادي ستونزې يې ورځ تر بلې زياتېږي او په دې فکر دى چې څنګه خپل پورونه پرې کړي.


نوموړی وايي: "ستونزې ډېرې شوي او ورځ تر بله ډېرېږي، نه پوهېږو چې څه وکړو؟ او ستونزې څنګه حل کړو؟ موږ د اوړو، وریجو او ان نورو خوراکي توکو لپاره پیسې په پور اخلو او پور هم بېرته نه‌شو ورکولای."




یو شمېر هټیوال هم وايي، دا چې خلک پورونه ډېر کوي او په وخت یې نه ورکوي، د دوی کار یې له ستونزو سره مخ کړی.


عمران چې د کابل په سلیم کاروان سیمه کې د خوراکي توکو دوکان لري وايي، په میاشت کې که پوروړي ورته پور راوړي.


نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "کاروبار په دې حکومت کې یو څه کم شوی دی. بازارونه ډېر خراب شوي دي. خلک راځي او په پور سودا وړي، وایي د پنجشنبې په ورځ یا د میاشتې په پای کې به یې پیسې درکړم. خو چې میاشت پوره شي او پيسې وغواړو، وایي چې پیسې نه‌شته کاروبار نه‌شته. زما کار و بار هم خراب شوی، ځکه چې ورځینۍ سودا مې پنځوس سلنه په قرض او پنځوس سلنه په نقدو پیسو وي."




حسیب الله بیا د کابل په شهر نو سیمه کې د خوراکی توکو دوکان لري.


نوموړي ازادي راډيو ته وویل، چې په سلو کې پنځوس کسان ورنه په پور سودا اخلي.


هغه وايي: "د پخواني حکومت له سقوط څخه مخکې، بازار ښه و او زموږ خرڅلاو هم ډېر و. پور بیخي نه و. اوس ۷۰سلنه کار مو په پور دی، د خرڅلاو کچه ډېره ټیټه ده، زموږ خرڅلاو له پنځوس سلنې څخه راټیټ شوی دی."




په کابل کې خلک او هټيوال په داسې حال کې د اقتصادي ستونزو له ډېرېدو اندېښمن دي، چې تر دې مخکې د ملګرو ملتونو په ګډون نورو هېوادونو او نړيوالو بنسټونو په افغانستان کې د بې‌وزلۍ د زياتوالي او بشري مرستو ته د اړتيا په اړه راپورونه خپاره کړي وو.


د تېرې چهارشنبې په ورځ د روغتیا نړیوال سازمان WHO په یوه راپور کې وویل، د تېر کال په پرتله مرستو ته د اړمنو افغانانو شمېر ۱۶ سلنه ډېر شوی دی.


دغه سازمان ویلي وو، چې په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د اړمنوافغانانو شمېر ۲۴،۳ میلیونه و، خو سږ کال دغه شمېر ۲۸،۳ میلیونو ته لوړ شوی دی.