ru24.pro
World News in Pashto
Август
2022

د ایران په جنوبي ولایت کرمان کې لس تنه وژل شوي

0
لویدیځو اژانسونو د ایرنا دولتي اژانس په استناد ویلي چې برید کوونکی افغان و او زیاته شوې چې وژل شویو کې شپږ افغانان او څلور ایرانیان شامل دي.


پېښه په ظاهره د شخصي اختلافاتو له کبله پرون په رفسنجان ښار کې شوې ده.


د دغه ښار سرپرست والي حسین رضایي ویلي، بریدګر له تېښتې مخکې ماښام مهال د پولیسو له خوا نیول شوی دی.


راپورونو کې ویل شوي چې بریدګر دماغي ناروغي لرله.


دا بريدونه داسې مهال کېږي چې په دې وروستيو کې د ايرانيانو لخوا افغانانو سره د ناوړه چلند ويډیوګانې پر ټولنيزو شبکو خپرې شوي چې د افغانانو له تند غبرګون سره هم مخ شوې.