ru24.pro
World News in Pashto
Август
2022

حامد کرزي يو ځل بيا د نجونو د ښوونځيو پرانيستلو غوښتنه کړې

0
د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي یو وار بیا د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو په پرانیستل کېدو ټینګار کړی دی.


ښاغلي کرزي پرون په کابل کې له یوه ډله افغان مېرمنو او نجونو سره کتلي او د ښوونځيو د بیا پرانیستلو په تړاو یې ورسره خبرې کړي دي.


له ښاغلي کرزي سره په خبرو کې افغان ښځینه فعالانو د نجونو د ښوونځیو د ژر تر ژره پرانیستل کېدو او دندو ته د ښځو په ستنېدو ټينګار کړی دی.


د ښاغلي کرزي په حواله په یوه بیان کې چې د هغه په ټوېټر پاڼې خپور شوی راغلي چې د هېواد ښېګڼه په دې کې ده چې د نجونو لپاره د تعلیم زمینه برابره او ښځې په ټولو برخو کې پراخه ونډه ولري.


په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو ۳۲۵ ورځې ووتلې.


د طالبانو واکمني په یوه اوونۍ کې یو کلنه کېږي خو لا یې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په تړاو پرېکړه نه ده کړې.