ru24.pro
World News in Pashto
Август
2022

د افغان کرېکټ ملي لوبډله سبا له ايرلنډ سره لومړۍ شل اوريزه لوبه کوي

0
د افغانستان او ایرلنډ د کرېکټ ملي ټیمونه سبا سه شنبه لومړنۍ شل اوریزه لوبه پيلوي.


دا لوبه د ایرلنډ په کوربه‌توب په بلفاست ښار کې ترسره کېږي.


افغان لوبډله یکشنبه بلفاست ته رسېدلې، لومړۍ لوبه د کابل په وخت په دوه نیمو بجو پیلیږي.


د افغانستان او ایرلند تر منځ د کرېکټ په شل اوریزو لوبو کې له پنځو مخکینیو لوبو څلور افغانستان ګټلي او یوه مساوي شوې ده.


د ملي ټيم ځینې مشهوره څېرې لکه راشد خان او محمد نبي هم د لوبو لپاره له ټیم سره یو ځای کېږي.