ru24.pro
World News in Pashto
Ноябрь
2021

اندونیزیا کې د یو شمېر افغان کډوالو لاریون: بهر کې دې زموږ د مېشتېدو چارې چټکې شي

0
یو شمېر افغان کډوالو د اندونیزیا په پلازمېنه کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د کمېشنرۍ مخې ته اعتراضیه لاریون وکړ.


د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې کې دېره دغو سلګونه افغان پناه غوښتونکو او کډوالو نن د لړم په ۲۴مه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د دفتر مخې ته د لاریون پر مهال غوښتنه وکړه چې په بهر کې د دوی د مېشتېدو چارې باید چټکې شي. 


د لاریونوالو په شعارونو کې لیکل شوي وو، زموږ کورنۍ په خطر کې دي، لطفاً ژر اقدام وکړئ او کډوال ځای پر ځای کړئ او ژوند یې خوندي کړئ. 


د دې لاریون په ګډونوالو کې د کډوالو د کورنیو یو شمېر ماشومان هم شامل وو چې شعارونه‌یې په لاسونو کې وو.


اسوشیټډ پرس خبري اژانس په خپل راپور کې د یوې معترضې مېرمنې، بي بي رحیمي فرهنګ دوست خبرې رااخیستې دي چې نوموړې وايي، دا په غزني ولایت کې ښوونکې وه، په ۲۰۱۴ کال کې یې خپله دنده پرېښوده او اندونیزیا ته راغله، ځکه طالبانو اخطار ورکړی و چې له کوره دې نه‌وځي.




مېرمن فرهنګ دوست وايي چې (UNHCR) په ۲۰۱۶ کال کې دې ته د کډوالۍ کارت ورکړ، خو تر اوسه‌یې د دې د غوښتنلیک په برخه کې هېڅ اقدام نه‌دی کړی.


بي بي رحیمه وايي دا په اندونیزیا کې کار نه‌شي کولای، نو ځکه په کور ناسته ده او زیاتوي چې ډېره غمجنه ده ځکه اته کلونه ډېره اوږده موده ده.


په اندونیزیا کې زرګونه کډوال چې ډېری افغانان دي په دې هیله استوګن دي چې د اسټرالیا په ګډون په شتمنو هېوادونو کې سیاسي پناه ورکړل شي.


اندونیزیا د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو کنوانسیون نه‌دی لاسلیک کړی او ځکه‌یې حکومت سیاسي پناه غوښتونکو ته اجازه نه‌ورکوي چې کار وکړي او د ښوونځیو او روغتونونو په شان له عامه خدماتو کار واخلي خو له اندونیزیا چار چاپېر هغه هېوادونه پراته دي چې ډېرو پناه غوښتونکو ته یې ځای ورکړی لکه مالیزیا، ټایلنډ او اسټرالیا.


د ۲۰۲۰ کال په ډسمبر میاشت کې په اندونیزیا کې له ۵۰ هېوادونو څخه شااوخوا ۱۴ زره کډوال راجسټر شول چې ډېری افغانان دي.




دا کډوال د دې لپاره اندونیزیا خوښوي چې له هغه ځایه په کښتیو کې اسټرالیا ته ولاړ شي.


له ۲۰۱۳ کال راهیسې د اسټرالیا حکومت ډېر ځله دا کښتۍ چې په سمندر کې د سفر وړتیا نه‌لري، درولي او بېرته‌یې د اندونیزیا اوبو ته استولې دي.