ru24.pro
World News in Pashto
Ноябрь
2021

کابل کې چاودنې ۲ ملکیان ټپیان کړي

0
د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار خوشحال خان مېنه کې چاودنې دوه ملکي کسان ټپیان کړي دي.


د دغه وزارت ویاند سعید خوستي ازادي راډیو ته وویل، د مقناطیسي ماین له کبله دغه چاودنه نن غرمه مهال د ملکیانو پر موټر شوې ده.


تر اوسه د چاودنې مشخص هدف معلوم نه‌دی او مسؤلیت‌یې هم چا پر غاړه نه‌دی اخیستی.


کابل کې وړمه ورځ په یوه ټونس ډوله ښاري موټر ورته چاودنه وشوه چې مسؤلیت‌یې داعش وسله‌والې ډلې ومانه.


په هغې چاودنه کې چې د دشت برچي په سیمه کې وشوه د حمید سیغاني په نوم یو افغان خبریال هم ووژل شو.


طالبان داعش د ځان په وړاندې لوی ګواښ نه‌ګڼي، خو دغې ډلې په دې وروستیو کې په کابل کې پر سردار داوود خان روغتون ډله‌ییز برید وکړ او تر دې وړاندې یې په کندهار او کندز کې د جوماتونو دننه خونړي بریدونه کړي دي.