ru24.pro
World News in Pashto
Октябрь
2021

ګرجستان: پخوانی ولسمشر ساکاشویلي ونیول شو

0
د ګرجستان چارواکي د دې هېواد د پخواني ولسمشر میخایل ساکاشویلي د نیولو خبر ورکوي. 


د چارواکو په خبره ساکاشویلي پرون جمعه له تبعیده له راګرځېدو څو ساعته وروسته د سیمه ییزو انتخاباتو په شپه ونیول شو. 


د ګرجستان صدراعظم اراکلی ګاریباشویلي پرون وویل چې ساکاشویلي د امنیتي ځواکونو له خوا له نیول کېدو وروسته یوه توقیف ته بیول شوی. 


میخایل ساکاشویلي چې څو کاله په اوکراین کې اوسېده، تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د سیمه ییزو انتخاباتو لپاره چې ټاکل شوې نن ترسره شي، ګرجستان ته ځي. 


هغه د ۲۰۱۸ میلادي کال په جون میاشت کې د ولسمشرۍ په دوره کې له خپلو صلاحیتونو د ناوړه استفادې او د مخالفانو د استازیو د ځپنې په تور په یوه غیابي محکمه کې په نهه کاله بند محکوم شوی و.