ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2021

د بلخ دولت‌اباد ولسوالۍ هم د 'وسله‌والو طالبانو' لاس ته ولوېده

0
د بلخ ولایت دولت‌اباد ولسوالۍ هم طالبانو ونیوله.


د دولت‌اباد ولسوال جلال‌الدین قاري‌زاده ازادي راډیو ته د دې ولسولۍ د سقوط خبره تأیید کړه او ویې‌ویل طالبانو تېره شپه دا ولسوالۍ ځکه ونیوله چې د امنیتي ځواکونو شمېر په‌کې کم و او هم شاهین قول اردو په‌کې د موجوده ځواکونو هوایي ملاتړ ونه‌شو کړای.


تر اوسه کومې بلې رسمي سرچینې دا خبر نه‌دی تأیید کړی.


دا له پرون راهیسې درېیمه ولسوالي ده چې په بلخ کې یې طالبان نیسي.


نن سهار د دغه ولایت د شولګرې ولسوالۍ هم د وسله‌والو طالبانو له‌خوا ونیول شوه.


د شولګرې امنیه قوماندان سید عارف اقبالي دغه موضوع تأیید کړې ده.


وسله‌والو طالبانو تېر ماښام د شولګرې ولسوالۍ او قوماندانۍ پر ودانیو ډله‌ییز بریدونه وکړل.


قوماندان وايي چې تر ۱۲ ساعته جګړې وروسته وسله‌والو د ولسوالۍ مرکز ونیوه.


ویل شوي په دې نښته کې افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، خو دقیق شمېر یې نه‌دی څرګند.