ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2021

د طالبانو بیا راتګ ته د یو شمېر افغان سندرغاړو اندېښنې

0
د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر سندرغاړي د خپل هنر د راتلونکې لپاره اندېښمن دي.


دوی له افغان دولته غواړي چې په دوحه کې دې افغان دولت له طالبانو سزه د نورو برخو ترڅنګ د سندرغاړو پر راتلونکې هم خبرې وکړې.


له دې ډلې مبین وصال وایي،که افغان دولت او نړیواله ټولنه افغاني موسیقۍ ته پام  ونه کړي نو وېره شته د طالبانو واک ته د رسېدو په صورت کې به یو ځل بیا د تېر په څېر سندرغاړي له سندرو ویلو څخه منع شي او خلکو ته به د موسیقۍ د اورېدو اجازه نه ورکوي او په خبره یې  چې دا به د افغاني موسیقۍ لپاره چې اوس څه اندازه پر پښو دریدلې یوه لویه صدمه وي.


افغانستان چې په تېرو شلو کلونو کې د نور برخو ترڅنګ د موسیقۍ  په برخه کې زیات پرمختګ کړی  خو دغه سندرغاړي د خپل هنر په اړه اندېښمن دي او وېره لري که بهرنیان ووځي او طالبان واکمن شي، نو د هنر مخه به یې ونیول شي.


د امریکا متحدو ایالاتونو او ناټو متحدانو یې د  مې په لومړۍ نېټه رسماً له افغانستانه د خپلو پاتې پوځیانو د اېستلو بهېر پیل کړ.


د امریکا ولسمشر جوبایډن د پرېکړې له مخې به د روان میلادي کال د سېپټمبر تر ۱۱ مې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي.


بشپر راپور ددې ددې تړوني په کېکاږلو سره اوریدلی شئ: