پاکستان: افغانستان کې د عملیاتو لپاره د امریکا اډو ته اجازه نه ورکوو
پاکستان یو ځل بیا په خپله خاوره کې امریکايي عسکرو ته د پوځي اډو د ورکړې په اړه تُند غبرګون وښود.
لومړي وزیر عمران خان تازه، له اکسیوز امریکايي ټلوېزیون سره مرکه کې ویلي، افغانستان کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره به امریکا ته د پاکستان په خاوره کې د پوځي اډو د جوړېدو اجازه ور نه کړي.
نوموړي وویل: "هېڅکله نه، دا اجازه به ور نه کړو. په افغانستان کې د عملیاتو لپاره به هېڅ وخت پوځي اډه ور نه کړل شي او نه به هم دې برخه کې د پاکستان خاوره وکارول شي."
خو د عمران خان له څرګندونو وړاندې، د پنټاګون مشر جنرال لوېډ اسټن او د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان ویلي وو، د دې لپاره چې په راتلونکي کې د ترهګرۍ ګواښ ته پام وشي، په سیمه کې کې یې د پاتېدو په اړه له پاکستاني چارواکو سره د دوی په خاوره کې د پوځي اډو د لرلو پر موضوع خبرې کړي.
په پاکستان کې د امریکايي ځواکونو لپاره د پوځي اډو د جوړېدو په اړه مخکې طالبانو هم غبرګون ښودلی او دا یې تاریخي تېروتنه بللې چې ناوړه او پارونکې پایلې به ولري.
پاکستان داسې مهال د ترهګرۍ د ځپلو لپاره خپله خاوره کې د امریکا له پوځي اډو سره مخالفت ښکاره کوي چې افغانستان بیا وايي، د ترهګرو مهم پټنځایونه خپله پاکستان کې دي.
افغان حکومت په ځانګړي ډول جمهور رییس غني، د هغه لومړي مرستیال او د ملي امنیت سلاکار په ځلونو ویلي، پاکستان او طالبان دې د خپلمنځي اړیکو په اړه وضاحت ورکړي.
د دې څرګندونو په دوام د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب یو ځل بیا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د وروستیو خبرو په اړه سخت غبرګون ښودلی.
شاه محمود قریشي د طلوع نیوز په نوم خصوصي ټلوېزیون سره مرکه کې د طالبانو لهخوا د تاوتریخوالي ډېرېدل مبالغه بللې. هغه داعش او په افغانستان کې یو شمېر کړۍ چې په خبره یې جګړه کې یې ګټې دي، د تاوتریخوالي زیاتېدو عاملان بللي.
خو ښاغلي محب دې خبرو ته په غبرګون کې په خپله ټویټرپاڼه ولیکل: "طالبانو ټول افغانستان کې د افغان ولس پر ضد د تاوتریخوالي عملیات پیل کړي. موږ پوهېږو چې هغوی څنګه او ولې د دې کار وړتیا پیدا کوي. قریشي یا خبر نهدی، یا نه پوهېږي یا یې له هغوی (طالبانو)سره لاس یو کړی. ښايي دا هم رد کړي چې اسامه د پاکستان نظامي قوماندانۍ سره نږدې وموندل شو."
د ښاغلي محب له ټویټ وروسته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا غبرګون وښود او دا یې بېبنسټه ادعا وبلله.
پاکستان بیا ځلي حمدالله محب تورن کړ چې د افغانستان د سولې په خبرو کې په پرمختګونو سترګې پټوي.
خو افغان حکومت سره له دې چې مني پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه مهم رول لري وايي، دې هېواد تر اوسه په دې برخه کې هېڅ ډول همکاري نه ده کړې.
او هغه هېواد په دې تورنوي چې د طالبانو ملاتړي دی، امن پټنځایونه یې ورکړي او طالب مشران د پاکستان په پاسپورټونو تګ راتګ کوي، خو طالبان او پاکستان دواړه دا تورونه ردوي.
خو د افغانستان حکومت په ځانګړي ډول جمهور رییس غني په زغرده ویلي، له پاکستان سره یې اړیکې دولت په دولت او د سولې پروسې په برخه کې د دې هېواد په عملي همکاریو پورې تړلي دي او باید له افغانستان سره له دوستۍ او دښمنۍ یو وټاکي.