ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2021

المپیک کمېټه: افغانستان د تکواندو سیالیو کې د بُرونز مډال ګټلی

0
د افغانستان د المپیک ملي کمېټې د تکواندو په اسیايي سیالیو کې د بُرونزو د مډال د ګټلو خبر ورکړی دی.


د المپیک ملي کمېټه وايي، د افغانستان د تکواندو ملي لوبغاړي حکمت الله زین په دې سیالیو کې وتوانېدو خپل دوه  تاجیکستاني او عربستاني سیالانو ته ماتې ورکړي او دا مډال خپل کړي.


دا په روانو سیالیو کې د افغانستان لپاره دوهمه بریا ده.


له دې وړاندې محمد حسن رضايي په ۵۸ کیلو ګرامه وزن خپلو ۴ پاکستاني، کویټي، کوریایي او چین ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډال ګټلی وو.


د اسیا د تکواندو د ۲۴ مې دورې سیالۍ د لبنان پلازمېنه بیروت ښار کې له درې ورځو راهیسې پیل شوي دي.


په دې سیالیو کې له ۲۱ اسیایي هېوادونو نه ۱۸۹ د تکواندو لوبغاړي سره سیالي کوي.


په دې سیالیو کې شپږو افغان لوبغاړو چې پنځه يې نارینه او یوه يې نجلۍ ده هم برخه اخیستې ده.