ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2021

بامیان کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل چلونې سیالۍ پیلېږي

0
د بامیانو د بدني روزنې امریت په دې ولایت کې د بایسکل چلونې د سیالیو خبر ورکوي.


د دې ولایت د بدني روزنې امر سید اسحق هاشمي ازادي راډيو ته وویل چې په روانه اوونۍ کې به په دې ولایت کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ چې ۳۰ يې هلکان او پاتې نورې يې نجونې دي د بایسکل چلونې سیالي پیلېږي.


دا سیالۍ 'پایډل وهل د سولې لپاره' په نوم جوړېږي.


په دې سیالۍ کې به ورزشکاران په بایسکل ۵۰ کیلو متره چې د دره صوف له سړکه پیلیږي د بامیانو تر مرکزه پورې مزل وکړي.


مسوولین وايي چې ورزشکاران به په دې سیالۍ سره له طالبانو وغواړي چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او سوله وکړي.