ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2021

ګینه کې د ایبولا ویروس له کبله خپره شوې ناروغي ختمه شوې 

0
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په ګینه کې د ایبولا ویروس له کبله خپره شوې ناروغي ختمه شوې ده. 


په دغه هېواد کې دغه وژونکی ویروس چې په انسانانو کې د داخلي وینې بهېدنې سبب کېږي، په فبروري میاشت کې خپور شوی و چې لږ تر لږه ۱۶ کسان ورباندې اخته شوي وو او له دې ډلې ۱۲ کسان مړه شوي وو.  


د روغتیا نړیوال سازمان او د ګینه روغتیايي چارواکو ویلي، دوی د جنوبي افریقا په ساحه کې د دې ویروس د مخکني خپراوي له کبله درس اخیستی و، ځکه وتوانېدل چې په چټکۍ د دغه ویروس د بیا خپرېدو مخه ونیسي. 


له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۶میلادي کاله پورې په دې ویروس ۱۱،۰۰۰ کسان مړه شوي وو چې ډېری قربانیان په ګینه، لابریا او سیرالیون کې وو.