ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2021

امریکا غواړي افغان هوايي ځواک 'لا پیاوړی او تجهیز' کړي

0
جمهوري ریاست وايي، د هېواد د هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره د زیاتو امکاناتو او تجهیزاتو برابرول کابل ته د راغلي امریکايي پلاوي د سفر له مهمو بحثونو دي.


د ارګ له قوله، په دې اړه کابل ته د زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ د راغلي ګډ پلاوي سره خبرې شوي او یاد پلاوي په دې اړه د متحده ایالاتو پیغام هم جمهور رئیس غني سره شریک کړی دی او پر دې اړه لا زیات بحث، د راتلونکو ورځو د اجنډا مهمه موضوع ده.


د جمهور رئیس غني د ویاند مرستیال محمد امیري ازادي راډیو ته په رالېږلي پیغام کې لیکلي: "پر نورو مرستو سربېره، د هېواد د هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره د زیاتو امکاناتو او تجهیزاتو برابرول، لکه الوتکې او نور ... د راتلونکو ورځو د بحث د اجنډا له مهمو موضوعاتو دي."




پرون هم له جمهور رئیس غني سره په لیدنه کې ګډ امریکايي پلاوي د نورو برخو سربېره، د افغان هوايي ځواک څخه په ملاتړ ټینګار کړی و.


متحده ایالات داسې مهال د افغان هوايي ځواک د پیاوړتیا خبره کوي چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سر پلټونکې ادارې (سیګار) وړاندې په یوه راپور کې اندېښنه ښودلې وه چې د امریکايي قراردادیانو له ملاتړ پرته به، د افغان هوايي ځواکونو وړتیا راکمه شي.


د امریکا دفاع وزارت هم د غويي په ۱۳مه وویل، افغان ځواکونه لا هم د قراردادیانو په ملاتړ متکي دي.




خو ښکاري چې دې اندېښنو د جمهور رئیس جو بایډن په مشرۍ د امریکا حکومت پام ځان ته اړولی دی.


د افغانستان دفاع وزارت او د هوايي ځواکونو قوماندانۍ په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو له دې وړاندې یې ویلي و، له ظرفیتي، مسلکي او د هوايي ځواک د کمیت له پلوه په داسې وضعیت کې دی چې کولای شي په خپلواکه توګه مسؤلیت ومني او عملي یې کړي.


خو دې وزارت په دې برخه کې د نړیوالو په ځانګړي ډول د متحده ایالاتو مرستې مهمې بللي او د دوام غوښتنه‌یې کړې. مګر د هوايي ځواکونو د پیاوړتیا او تجهیز لپاره کوم ډول مرستو ته اړتیا ده؟


د هوايي ځواک متقاعد جنرال عتیق‌الله امرخېل په جنګي، کشفي، تجهیز، تخنیکي، روزنې او ترانسپورټي برخو کې همکارۍ مهمې ګڼي.




ښاغلی امرخېل زیاتوي: "که امریکا له موږ سره مرسته کوي، هغه الوتکې دې راکړي چې دوه دندې مخ‌ته یوسي. هم ښکاري وي او هم بمبار وکړي. د کشف الوتکې هم ډېرې مهمې دي."


امریکا داسې مهال د افغان هوايي ځواک د پیاوړتیا خبره کوي چې د سولې لپاره‌یې هم هڅې روانې دي او د دې موخې ترلاسه کولو لپاره‌یې ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد لا هم کابل کې دی.


هغه له سیاسي مشرانو او د مدني ټولنو له استازو سره د کتنې ترڅنګ، د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر سره کتلي او د سولې پروسې په چټکتیا، له ترهګرۍ سره په مبارزې، اقتصادي همکارۍ او د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو پر ساتنې یې خبرې کړي.


د سولې خبرو د بیا ځلي پیل لپاره په دوحه کې هم د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې هڅې روانې دي او په دوام‌یې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلسن له طالب پلاوي سره کتلي.


په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم رسنیو ته استولي پیغام کې ویلي: "په ناسته کې د سولې روانې پروسې، د بهرنیو قواوو په وتلو، د اروپايي اتحادیې په بشري مرستو او د بشري مرستو د رسوونکو په امنیت خبرې وشوې."




دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې د سولې نوې پړاو خبرې لا هم نه‌دي پیل شوي، خو دواړه لوري ورته د بشپړ چمتووالي خبره کوي.


د دې خبرو د پیل لپاره د امریکا، قطر او ترکیې سربېره، د نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې هڅې هم روانې دي.