ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2021

د پاکستان سند ایالت کې د رېلګاډو ټکر کې د مړه شویو شمېر لږترلږه ۳۶ ته لوړ شو

0
د پاکستان په سند ایالت کې د دوو چټکو رېلګاډو په ټکر کې د مړه شویو کسانو شمېر لږترلږه ۳۶ کسانو ته لوړ شوی.


په دې پېښه کې چې نن سهار د دهرکي ښارګوټي ته نږدې شوې، لږترلږه  ۶۰ نور کسان ټپیان شوي دي.  


په کراچۍ کې د ریلګاډي ادارې یوه چارواکي ګل حسن ازادي راډیو ته وویل چې له مسافرو ډک یوه رېل له بل ګړندي رېل سره ټکر وکړ او له پټلۍ بې‌لارې شو.


هغه وویل چې د دغې پېښې په اړه څېړنه پیل شوې ده. ژغورونکو په ویجاړو شویو واګونونو کې د بند پاتې شويو خلکو د را ایستلو لپاره د ځانګړو وسایلو غوښتنه کړې ده. 


د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي چې دغې پېښې سخت ټکان ورکړی او ژمنه‌یې کړې چې په اړه به‌یې بشپړه څېړنه سرته ورسوي.