ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2021

د پکتیا والي: ۵۰ تنه اکثریت بهرني ترهګر ووژل شول

0
د پکتیا والي محمد حلیم فدایي په احمد ابا، میرزاکه او زرمت ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په هوایي بریدونو کې وسله‌والو طالبانو ته د درنې مرګ‌ژوبلې د اړولو خبر ورکوي.


ښاغلي فدایي رسنیو ته په یوه استولي پیغام وویل کې وویل: "بېګا شپه افغان زړه‌ورو امنیتي ځواکونو په پکتیا کې ۵۰ ترهګر چې اکثریت‌یې بهرنیان دي وژلي او ډېری یې ټپیان دي."


نوموړی د احمدابا ولسوالۍ په جان غر سیمه کې د ۱۲، د مېرزاکې ولسوالۍ په کړکین خوله کې د ۲۸ او د زرمت ولسوالۍ په زرګر ګودر سیمه کې د ۱۰ وسله‌والو طالبانو د وژلو خبره کوي. 


د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا دوی ته د دومره اوښتې مرګ‌ژوبلې ادعا ردوي او وایي، د مېرزاکې ولسوالۍ په نښته کې یې درې تنه وژل شوي او ادعا کوي چې د افغان سرتېرو یوه پوسته‌یې نیولې او ۳۵ سرتېري یې وژلي دي.