ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2021

په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۶ کسان مړه شوي

0
په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.


د رسمي شمېرو له مخې دا له کله چې کرونا خپره شوې په دې هېواد کې د کرونا له امله د مړه شویو کسانو تر ټولو لوړه شمېره ده. 


د افغانستان عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په دې موده کې ۱،۵۸۲ کسان پر کرونا اخته شوي چې دا هم پر کرونا د اخته شویو کسانو لوړه شمېره ده.


پر کرونا دغه نوي اخته شوي کسان د هغو ۴،۶۷۱ کسانو له ډلې دي چې د کرونا ټسټونه‌یې ترسره کړي دي. 


په دې سره په ټول هېواد کې پر کرونا د اخته شویو کسانو رسمي شمېر۸۲،۳۲۶ تنو ته رسېدلی دی.