ru24.pro
World News in Pashto
Декабрь
2020

د ننګرهار چارواکي: د داعش ډلې د جلب او جذب مسؤل ونیول شو

0
د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي وایي، دغه ولایت کې یې د داعش ډلې یو لوړپوړی غړی نیولی دی.


د والي له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د تسل عزیز په نوم دغه کس د داعش د جلب او جذب مسؤل و چې د جلال‌اباد ښار دوهمه ناحیه کې ونیول شو.


خبرپاڼه کې راغلي، دا کس د چپرهار اصلي اوسېدونکی دی او لومړنیو اعترافاتو کې یې خپل جرم منلی دی.


چارواکو له دې وړاندې ویلي چې ننګرهار کې یې داعش ډله ځپلې، خو منلې ده چې ځیني غړي یې لا فعاله دي.