ru24.pro
World News in Pashto
Декабрь
2020

روسيه کې د کب نیوونکو د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۱۷ تنه تري تم شوي

0
روسي چارواکي وایي، په شمالي کنګل سمندر کې د کب نیوونکو یوه کښتۍ ډوبه شوې او ۱۷ تنه تري تم دي. 


د روسیې د بېړنیو چارو وزارت نن وویل چې سهار اووه‌نیمې بجې یې معلومات ترلاسه کړل چې د اونیګا په نوم کښتۍ د ارخانګیلسک په سیمه کې نووایا زیملیا سیمې ته نږدې د بارینتس په سمندر کې ډوبه شوه. 


دې وزارت ویلي چې د دغې کښتۍ د عملې د ۱۹ تنو له ډلې دوه‌یې  ژغورل شوي او د نورو د ژغورلو لپاره عملیات روان دي. 


د روسیې خبري رسنۍ وایي، لږترلږه څلور کښتۍ د پېښې ځای ته استول شوي چې د احتمالي ژوندي پاتې شویو کسانو لټون وکړي. 


د لومړنیو معلوماتو له مخې د یخونو جمع کېدل د دې سبب شوې چې د کب نیوونکو کښتۍ ډوبه شي.