ru24.pro
World News in Pashto
Декабрь
2020

تخار کې سږکال ۸۰ ټنه ګبین توليد شوي

0
د افغانستان په تخار ولایت کې سږکال ۸۰ ټنه ګبین توليد شوي دي.


د افغانستان د مالیې وزارت ویاند اکبر رستمي نن یکشنبه(د لېندۍ ۲۳مه) ازادي راډیو ته وویل چې د شاتو مچيو روزونکو د اتو ټولنو په اډانه کې د شاتو مچيو ۴۰۰ فارمونه شته چې د شاتو ٩زره صندوقونه په کې دي فعاليت کوي.


په دې وروستيو کې د شاتو مچيو د صندوقونو په ډله کې دوه زره نوي صندوقونه هم زيات شوي دي.


په دې ولايت کې د شاتو د پروسس يوه فابريکه هم فعاليت لري چې د ورځې د۵۰۰ ټنه شاتو د پروسس وړتيا لري. 


تېركال د تخار ولایت د شاتو تولید ۷۰ ټنه وو. 


د يادونې وړ ده چې د شاتو مچۍ تر ډېره د تخار په مركز تالقان او رستاق، فرخار، ورسج او ځينو نور ولسواليو كې روزل كېږي.