ru24.pro
World News in Pashto
Декабрь
2020

کابل کې د 'ملاله کپ' په نوم د  نجونو د بایسکل چلوونې سیالۍ پیل شوې 

0
په کابل کې د ملاله کپ په نوم د  نجونو د بایسکل چلوونې سیالۍ پیل شوي دي. 


د بایسکل چلوونې د فدراسیون رئیس فضلي احمد فضلي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "له ۷ ولایتونو څخه بایسکل چلوونکې نجونې د ملاله کپ په نوم په دې سیالیو کې ګډون لري. دوی به د المپیک له ملي کمېټې تر پغمان پورې دا سیالۍ ترسره کړي." 


ښاغلي فضلي وویل، د دې سیالیو تکړه نجونې به د ملي ټيم او راتلونکو سیالیو لپاره جلبیږي.