ru24.pro
World News in Pashto
Декабрь
2020

دفاع وزارت: کندهار او ارزګان کې د طالبانو بریدونه په شا تمبېدلي

0
د افغانستان دفاع وزارت وايي، په کندهار او ارزګان ولایتونو کې یې د وسله والو طالبانو بریدونه په شا تمبولي.


دغه وزارت نن یکشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغان پوځیانو په ځوابي بریدونو کې ۶۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۹ تنه نور یې ټپیان دي.


خپلواکو سرچینو تر اوسه پورې د افغانستان د دفاع وزارت دا ادعا نه ده تایید کړې.


طالبانو د کندهار په ډنډ، ژیړۍ، ارغنداب، میوند او شاولیکوټ ولسوالیو او د ارزګان په دهراوواد ولسوالۍ بریدونه کړي دي.


وسله والو طالبانو د وراوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو د دې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې بېګا په ارغنداب ولسوالۍ کې پر ملکیانو بمبار شوی او په نتیجه کې یې ۱۳ تنه عام خلک وژل شوي دي.  


د افغانستان د نږدې شل کلنې جګړې د هواري په هدف په قطر کې د سولې له خبرو سره سره نه یواځې بریدونه کم شوي نه دي بلکې لا پکې د خلکو مرګژوبله زیاته شوې ده.