ru24.pro
World News in Pashto
Декабрь
2020

غور کې د زون په کچه د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

0
په غور ولایت کې د زون په کچه د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې. 


د دغه ولایت د ورزش ادارې امر امیر محمد غوري نن یکشنبه (د لېندۍ ۲۳مه) ازادي راډیو ته وویل چې د غور د فوټبال ټیم هم په لویدیځ زون کې د غوره  لوبډلو په سیالیو کې برخه واخېسته. 


نوموړي وویل چې دغه لوبې نن پیل شوې چې د لویدیځ زون له هر ولایت څخه یوې لوبډلې ګډون کړی. 


د ښاغلي غوري په خبره، د فوټبال دغه سیالۍ لس ورځې دوام کوي. 


ښاغلی غوري وایي، د سیالیو په پای کې به غوره لوبډله د کابل په غوره لیګ کې ولوبیږي.