ru24.pro
World News in Pashto
Декабрь
2020

کرکټ؛ پاکستانی لوبغاړی بابراعظم د نیوزیلنډ خلاف سیالۍ څخه بهر شو 

0
د پاکستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړی بابر اعظم د نیوزیلنډ خلاف سیالۍ څخه بهر شو. 


د پاکستان ملي ټیم کپتان بابر اعظم د نېټ سیشن/ شبکې ناستې په جریان کې ټپي شوی او له همدې امله ورته د ۱۲ ورځو ارام کولو سپارښتنه شوې ده. 


تردې وړاندې د پاکستان ملي ټیم اوپنر امام الحق هم د څلور ورځو لپاره د نیوزیلنډ خلاف سیالۍ څخه بهر شوی و.


امام الحق هغه مهال ټپي شو کله چې د تمرین پر مهال یې د توپ ګوزار د کیڼ لاس په ګوتې ولګېده. 


د بابر اعظم او امام الحق سربیره، شاداب خان هم په بشپړه توګه چمتو نه دی چې لوبه وکړي.