ru24.pro
World News in Pashto
Декабрь
2020

چارواکي: د سمنګان - بغلان پر لاره ٢ مخالف وسله وال وژل شوي

0
د بغلان پولیس وایي، د سمنګان-بغلان د لارې په اوږدو دوه تنه مخالف وسله وال وژل شوي او شپږ تنه ټپیان شوې دي. 


د بغلان د امنیه قومانداني ویاند احمد جاوید بشار ازادي راډیو ته وویل، پر دې کسانو امنیتي ځواکنو پرون ناوخته هغه وخت برید وکړ چې دوی د مسافرو له موترو پیسې اخیستې. 


د بغلان-سمنګان لاره په شمال کې یوه له ناامنه لارو څخه ده.