ru24.pro
World News in Pashto
Ноябрь
2020

اسټرالیا خپل د ۱۰ سرتېرو د جنایتونو په اړه د څېړنو امر وکړ 

0
د اسټرالیا صدراعظم سکاټ موریسن د خپل هېواد د ۱۰ ځانګړو ځواکونو د جنګي جنایتونو په اړه د تحقیقاتو امر صادر کړ. 


دا پوځیان چې ۵ یې لاهم په پوځ کې دنده لري، په دې تورن دي چې په افغانستان کې د ماموریت پر مهال یې ۱۲ افغانان وژلي دي. 


د استرالیا صدراعظم پرون پنجشنبه (د لړم ۲۲مه) وویل، هغه راپور به راتلونکې پنجشنبه خپور شي چې پر اساس یې ادعا شوې چې استرالیايي پوځیانو د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ میلادي کلونو ترمنځ په افغانستان کې جنګي بندیان او یا ملکیان وژلي دي.  


دا پلټنه د استرالیایي رسنیو او افشا کوونکو له خوا د ولسي افغانانو او بې وسلې بندیانو د وژنې په اړه د تورونو له پورې کېدو وروسته پیل شوه. په دې کې د یوه بندي ویشتنه چې په هلیکوپټر کې ځای خالي شي او د یوې چاپې پرمهال د یوه شپږ کلن ماشوم وژنه هم راځي.