ru24.pro
World News in Pashto
Октябрь
2020

'د تخار روغتون ته د څه باندې ۳۰ امنیتي پرسونل مړي وروړل شوي'

0
د تخار د عامې روغتیا ریاست وایي، د څه باندې دېرشو امنیتي او دفاعي پرسونل مړي روغتون ته وروړل شوي دي. 


د روغتیا رییس سید عبدالله قیوم حیرت ازادي راډیو ته وویل، دغه ځواکونه تېره شپه له طالبانو سره جګړه کې وژل شوي دي. 


هغه زیاته کړه: "د تخار له ځانګړې قطعې لس جسدونه او له ۹۹۹مې قطعې هم لس جسدونه را وړل شوي دي، د تخار ۱۷ پولیس هم وژل شوي چې د ۱۲ هغو جسدونه راوړل شوي دي." 


حیرت وایي، په وژل شویو کې د تخار د امنیه قومندانۍ د امنیت امر راز محمد دور اندېش هم شامل دی. 


له دې وړاندې د تخار امنیتي چارواکو د ښاغلي دور اندېش او د هغه د ساتونکو وژل تایید کړي دي. 


دوی ویلي، طالبانو ته هم جګړه کې درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو طالبانو لا څه نه دي ویلي.