ru24.pro
World News in Pashto
Октябрь
2020

د هند کرکټ غوره لیګ سیالۍ؛ نن حیدراباد او چینای لوبډلې لوبه لري

0
د هندوستان د کرکټ د غوره لیګ سیالیو په لړ کې نن سنرایزرز حیدراباد او چینای سوپر کینګز لوبډلې په خپلو کې سیالي کوي. 


د دوبۍ د کرکټ په نړیوال میدان کې دغه سیالي نن ماښام د افغانستان پر وخت شپږنیمې بجې پیلېږي.  


په سنرایزرز حیدراباد لوبډله کې دوه افغان لوبغاړي محمد نبي او راشد خان هم شته. 


پرونۍ سیالي د رویال چلنرز  بنګلور لوبډلې له کلکته کینګز رایډرز څخه د ۸۲ منډو په توپیر وګټله.