د چمن ـ سپين بولدک لار پرانيستل شوې ده
په چمن کې د کسټم چارواکو په وینا په لومړي پړاو کې د افغانستان لپاره د ټرانزیټ په شیانو بار ټرکونه او کنټېنرونه سپين بولدک ته پرېښودل کېږي چې په سبزیانو او مېوو بار ټرکونو ته لومړيتوب ورکول کېږي.
