ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2020

فېس‌بوک د روسیې او ایران دوه شبکې بندې کړې

0
فېس‌بوک دوه شبکې پرون بندې کړې، یوې یې له روسیې، بلې یې له ایرانه فعالیت کاوه.


فېس‌بوک وایي چې دغو شبکو له استخباراتي چاینلونو سره رابطه لرله.


د فېس‌بوک شرکت د امنیتي تګلارې مشر ناتاینیل ګلیچر وویل، دغو شبکو د یوه حکومت یا یوه بهرني لپاره فعالیت کاوه.


د روسیې شبکې هدف اوکراین او د روسیې ګاونډیان و او د ایران شبکه تر ډېره د امریکا متحده ایالاتو ته متوجې وه.


فېس‌بوک ویلي دي، هغو کسانو چې د دې شبکو مشري کوله هغوی له تقلبي حسابونو ګټه اخیسته.


په مجموع کې ۷۸ فېس‌بوک پاڼې، ۱۱ انټرنټ‌پانې، ۲۹ ګروپونه او ۴ د انستاګرام حسابونه په روسیه کې بند شوي دي.


په ایران کې ۶ فېس‌بوک پاڼې او ۴ د انستاګرام حسابونه بند شوي دي.