ru24.pro
World News in Pashto
Октябрь
2019

په هانک کانګ کې یو ځل بیا مظاهرې پیل شوې

0
په هانک کانګ کې مظاهره‌چیانو تر دوه اوونۍ ځنډ وروسته یو وار بیا مظاهرې وکړې.


په پرونیو مظاهرو کې خلک له پولیسو سره لاس او ګرېوان شول او پولیسو هم د مظاهره‌چیانو په وړاندې اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه.


مظاهره‌چیانو له چاودېدونکو موادو ډک بوتلونه په سړکونو ویشتل.


د اخ‌وډب په نتیجه کې د اوښتې مرګ ژوبلې راپورونه تر اوسه نه‌دي خپاره شوي.


په هانک کانګ کې لکونو خلکو وروسته له هغه مظاهرې پيل کړې چې حکومت غوښتل چین ته بندیان واستوي.


دوی د هانک کانګ د حکومت په وړاندې چې نیمه کورواکی دی، ودرېدل او مظاهرې یې ان دومره پراخې شوې چې د هانک کانګ په تاریخ کې یې سابقه نه‌ده لیدل شوې.


له جون میاشتې راهیسې په دې پيل شویو مظاهرو کې تر اوسه د زرګونه کسانو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي او حکومت دوه نیم زره مظاهره‌چیان نیولي دي.